امنیت

دافغان پوځيانو په عملياتو کې دوه تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٤ :
دفراه ولايت  په انار درې ولسوالۍ کې  دګډو امنيتي ځواکونو په عملياتو کې دوه تنه  طالبان ووژل شول.
دفراه ولايت  دامنيې قوماندانۍ  مطبوعاتي مسوول محمداقبال باهر دباختر آژانس خبريال ته وويل  : دغه يو ورځنۍ عمليات داناردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې   دکلاته علم خان په ساحه کې ترسره شول چې له امله يې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول  .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهيرکې دمخالفينو يوه اندازه جنګي وسايل هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
په دغو وسايلو کې  دوه کلاشينکوفونه ،  دوه موټر سايکلونه  ، يو لاسي بم  او دکلاشينکوف يوه اندازه ګولۍ شته .
يوه اړونده خبرځاى وويل  چې مخالفين له ساحې څخه تيښتې  ته اړکړاى شوي دي او دغه ساحه دوسله والو مخالفينوله شتون څخه پاکه شوې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته