کابل باختر دتلي اتمه :
څلور تنه وسله وال مخالفين په لوګر ولايت کې ووژل شول .
دلوګر دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه مخالفان دلوګر په مرکز دقلعه شکر په سيمه کې دپوليسو پر پوستې دبريد له امله ووژل شول .
ده زياته کړه چې دکومکي ځواکونو په رسيدلو سره نور وسله وال مخالفان له ساحې څخه وتښتيدل .
احمدزى زياته کړه چې په دې نښتو کې دوه تنه پوليسان ټپيان شول .
ختم_ سعيده _ اکرم