امنیت

په کندز کې وسله والو طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

-کابل باختر د تلې لومړي:
په تيرو دوو اويا ساعتونوکې دکندز ولايت ددشت ارچي او چار درې په ولسواليو کې  دشپې له خوا  دځانګړو  ځواکونو دخاصو عملياتوپه بهير کې ديارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  په دغو عملياتو کې  دغه راز اتلس تنه وسله وال  طالبان ټپيان شوي او درې ويشت تنه نور نيول شوي او دهغوى يوه ستره قرارګاه  په بشپړه توګه  دړې وړې شوې ده
په شمال ختيځ  زون کې دخاصو عملياتو دمطبوعاتي دفتر مسوول تورن احمد جاويد سليم نن دباختراژانس  خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې  ددښمن پنځه  ګړندي موټرونه له يوې  زياتې اندازې  مهماتو ، وسلو ، چاوديدونکو توکو او نورو تجهيزاتو سره  له منځه وړل شوي دي
ده وويل چې په دغو عملياتو کې دهوايي قوتونو رول اغيزمن و او په بهير کې يې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته