سیاست

د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٢ :
د سترې محکمې د قضايي کنترول او څارنې د رييس ارواښاد قضاوتپوه  عبدالبصير سروري د مړينې په باب د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د مشرتابه هيئت د ډاډګيرنې پيغام!
په  ژورې خواشينۍ او خپګان سره مو د افغانستان د اسلامي جمهوريت د سترې محکمې د قضايي کنترول او پلټنې درييس قضاوتپوه عبدالبصير سروري د مړينې  خبر ترلاسه کړ.
ارواښاد قضاوتپوه عبدالبصيرسروري د خپل ارزښتناک عمر په اوږدوکې د هېواد  د لويې څارنوالۍ په ګډون په مهمو دولتي اداروکې د رول په لوبولوسره د افغانستان  ملت او دولت ته ارزښتناک خدمتونه وکړل.
ارواښاد مغفور د سترې محکمې د قضايي کنترول او څارنې د رييس په توګه  د دندې د ترسره کولو په بهيرکې د يو متقي او پرهيزګار شخصيت ستره بيلګه وه  او د بډې اخيستنې او فساد پرخلاف د پرله پسې مبارزې په لاره کې يې هيڅ رازهلې ځلې نه سمپولې.
د ارواښاد قضاوتپوه عبدالبصير سروري د ناڅاپي مړينې له امله يو ځل بيا د ده ارواښاد پاتې کسانو ته د ډاډګيرنې مراتب څرګندوو او د جميل صبر هيله ورته کوو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته