ټولنه

په سرحوض کې سلګونو کورنى او پوځيان له قحطي سره مخامخ دي .

کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دفارياب دولايتي شورا يوغړى  خبردارى ورکوي  که چيرې دپښتون کوټ ولسوالۍ دسرحوض  په سيمه کې  دسلګونوکورنيو او پوځيانو کلابندي ماته نه شي ستر انساني ناتار به  رامنځته شي .
  دفارياب دولايتي شورا غړى اقا محمد نوري  وايي  چې له څو مياشتو راپديخوا  ددغه ولايت  دپښتونکوټ ولسوالۍ دسرحوض دسيمې دوه کلي دطالبانو له خوا کلابند شوې دي .
ده زياته کړه چې په دغو کليو کې له پنځه سوو څخه ترشپږ  سوه کورنيو پورې ژوند کوي او څه ناڅه څلور سوه تنه پوځيان هم په دې سيمه کې ځاى پرځاى دي .
نوري زياته کړه  چې دملکي وګړو ترڅنګ پوځيان هم په بد اقتصادي حالت کې دي .
طالبان اجازه نه ورکوي چې دوى ته خوراکي توکي ورسيږي .
دولايتي شورا ددغې غړي دڅرګندونوله مخې ، دغه کلابندي  ددې سبب شوى دى  چې تراوسه پورې  ديو ماشوم په ګډون دوه تنه  له لوږې  څخه  سا ورکړي .
  ده زياته کړه  چې يوه اوونۍ مخکې هم يو څلور کلن ماشوم  او يو سړى  دلوږې  له امله مړه شول ځکه  وسله والو طالبانو  د لارې په اوږدو کې ددوى خوراکي توکي  ضبطوي .
دى وايي  په وروستيو مياشتو کې  په دې سيمه کې پوځيان دهوا له لارې اکماليدل  خو له څه مودې راپديخوا  ددوى اکمالات نه ترسره کېږي .
  ختم_ ج +_ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته