امنیت

په ننګرهار کې د داعش ډلې يو جګپوړى غړى له دوه ملګرو سره یې ونيول شو

کابل / د وري ۱۹مه / باختر
د داعش يو جګپوړى غړى له خپلو دوو ملګرو سره په ننګرهار کې په عملياتو کې ونيول شو.
ملا شاه محمود چې په دغو وروستيو کې د پچيرآګام ولسوالۍ لپاره د داعش پوځي مشر ټاکل شوى و، تېره شپه له دوو ملګرو سره يې د ده پر پټنځي د ملي امنيت د ځواکونو په بريد سره ونيول شو.
د ملي امنيت يوې سرچینې باختر آژانس ته وويل چې ملاشاه محمود د نويو تروريستي بريدونو پر طرح کولو بوخت و چې بريد پرې وشو. له دغو ډار اچوونکو څخه څو جنګي وسايل هم ترلاسه شول.
د څه ناڅه دوو کلونو په بهير کې د ننګرهار د پچيراګام ولسوالۍ لپاره د داعش څلور پوځي چارواکي د افغان پوځيانو په بريدونو کې وژل شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته