امنیت

د هرات مستوفيت عوايد په سلوکې شپاړلس زيات شوي دي

هرات/ باختر د چنګاښ ديارلسمه :
د هرات مستوفيت د مالي کال په لومړيو شپږومياشتوکې د تېرکال په نسبت په سلوکې شپاړلس زيات عوايد ترلاسه کړي دي.
دغه ټکى د هرات ولايت مستوفي ميرويس حبيب زاده پرون په يوه خبري غونډه کې د مستوفيت د مالي کال د لومړيو شپږومياشتو د کار په رپوټ کې بيان کړ.
ده د ١٣٩٦مالي کال لپاره ټول اټکل شوي عوايد درې ميليارده ٥٣٩  ميليونه افغانۍ وبلل او زياته يې کړه چې د هرات مستوفيت د مالي کال په لومړيو شپږو مياشتوکې يو ميليارده ٦٧٦ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي چې دغه اداره د تېرکال په پرتله ٢٣١ ميليونه افغانۍ زيات عوايد ترلاسه کړي دي.
د هرات مستوفي د هرات د ماليه ورکوونکو د قانون مننې له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: د ماليه ورکوونکو له خوا په خپل وخت د ماليې ورکول د دغې ادارې د عوايدو د ودې په برخه کې له اغيزمنو عواملو څخه دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته