امنیت

شپږ ويشت تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٩
دملي اردو ځواکونو پرون د خپلو يو لړ عملياتو په بهيرکې ٢٦ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
دغه عمليات دملي اردو د ځواکونو له خوا د ميدان وردګو، زابل ، غزني، فارياب او د کندز د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې ٢٦ تنه ډار اچوونکي طالبان ووژل شول، ١٤ تنه ټپيان او دوه تنه نور ونيول شول او ٢٨ ماينونه، يوه اندازه وسلې او د وسلو مهمات ترلاسه شوي دي.
د يوبل خبرله مخې : دملي اردو يو منسوب د طالبانو د درندې وسلې د ډزو له امله شهيد شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته