ټولنه

روزګان: د دوه نیمو میلیونو افغانیو په لګښت کرنیزه پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

-ترینکوټ باختر د زمري د میاشتې ۲۱ مه
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د تالاني په سیمه کې یو سایفن او ورسره په څنګ کې یو استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د روزګان  ولايت مرستیال عبدالواحد پټان باختر اژانس ته وویل چې دعه پروژه  د کرنې اواوبولګولو وزارت له پراختيايي بوديجې څخه د دوه نیمو میلیونو افغانيو په لګښت کټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
پټان زياته کړه چې دغه سایفن دېرش متره اوږدوالې او  یو نیم متر سور لري چې د خونديتوب په موخه يې په څنګ  ۶۰ متره اوږد استنادي دیوال هم جوړ شو.
د روزکان ولايت دکرنې اواوبولګولو رېیس زلمي الکو وویل چې د دغه کانال په مټ سره به شاوخوا زر جریبه ځمکه خړوبه شي.
د دغې سیمې اوسیدونکي هم ددغې پروژې په پلي کیدو سره خوښ بریښي او له دولت څخه د لا نورو پروژو د پيل غوښتنه کوي.
ددې سیمي یو تن اوسیدونکی شیراغا وايي چي وړاندې به د سیلابونود راوتلو پر مهال دغه ویاله ویجاړېدله او دوی به د نامعلومې مودې لپاره د کښتونو دخړوبولو هیڅ مناسبې اوبه نه درلودې.پای/رووفي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته