امنیت

په لوګر کې دپوځي عملياتو له امله دپنځو تنو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان په لوګر ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول.
دغه عمليات دملي اردو او دملي پوليسو دلسګونو تنو سرتيرو په ګډون نن سهار وختي ددريو بجو په شاوخوا کې دلوګر ولايت دڅرخ ولسوالۍ په ځينوسيموکې پيل شوي دي .
ددغو ځانګړو  پوځي عملياتو دپيلولوهدف دتروريستي ډلو له شتون څخه د څرخ ولسوالۍ  داړوندوسيمو پاکول بلل شوي دي .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالولي توپان  د باختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو عملياتو کې تراوسه پورې پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ويل کيږي چې په دې پيښه کې پوځيانو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې دغه عمليات به په بشپړه توګه دوسله والو طالبانو له شتون څخه دڅرخ ولسوالۍ داړوندوسيمو ترپاکولو پورې دوام ومومي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته