سیاست

د مبارکي پيغامونه

کابل باختر دسلواغې شپږ ويشتمه :
له افغانستان څخه د وخت د شوروي د سره پوځ د وتلو د پنځه ويشتمې کاليزې له امله د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رييس حامدکرزي، د جمهوري رياست د مرستيالانو او د کابينې د غړو او د هيواد د ټول ملت په نامه دمبارکي پيغامونه را رسيدلي دي.
دباخترآژانس دخبر له مخې: په دغو  پيغامونوکې د دې ترڅنګ چې دتيري کوونکو په وړاندې د دې هيواد د بچيانو د سرښندنو، ځان تيريدنو او اتلواليو درناوى شوى دى؛ ويل شوي دي چې د افغانستان ملت دتاريخ په اوږدوکې تيري کوونکو ته ښه درس ورکړى دى. هغه کسان چې ددې هيواد په وياړلى تاريخ خبر دي؛ هيڅکله نه غواړي چې بيا ددغو ميړنيو دتوري شړنګ آزمايښت کړي.
په پيغامونوکې دغه راز په هيوادکې اوسنى نازک سياسي او پوځي حالت ته اشاره شوې ده له خلکوڅخه غوښتل شوي دي چې لاتراوسه پورې دښمن په کمين دى؛ بيا هم غواړي په افغانانو توره وکاروي.
دهمدې  دليل له مخې بايد له پخوا زيات متحد او يو موټى واوسو .
دغه پيغامونه د ځينو وزارتونو د مشرتابه هئيتونو، د هيواد د ولايتونو د واليانو، فرهنګي او مدني مرکزونو، ټولنيزو سازمانونو، دلوړو زده کړو د موسسو او د نورو بنسټونو له خوا را رسيدلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته