سیاست

روسيه دافغانستان په باب درې اړخيزه غونډه جوړوي.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٢٩
مسکو به تر راتلوونکو دوو مياشتو پورې دافغانستان په باب د درې اړخيزې غونډې کوربه وي.
ټاکل شوې ده د روسيې دولت د روان ميلادي کال داپريل په مياشت کې د روسيې ، چين او هند  دبهرنيو چارو دوزيرانو په ګډون دافغانستان دحالاتو په باب درې اړخيزه غونډه جوړه کړي دافغانستان لپاره د روسيې ځانګړې استازې ضميرکابلوف ويلي دي مسکو هيله لري چې ددغو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو غونډه وکولاى شي په افغانستان کې دسولې لرليد روښانه کړي .
ده ويلي دي چې روسيه دچين او هند له هيوادونو سره دنورو چوکاټونو او طرحو په باب نږدي همکاري کوي ضميرکابلوف ويلي دي چې مسکو دسيمې دحالاتو او دسيمې دهيوادونو دګټو له په پام کې نيولو سره پروګرام جوړوى ،نه دامريکا دګټو پربنسټ ،بايد وويل شي چې ښاغلي کابلوف پخوا دافغانستان په باب دامريکا ،چين ،پاکتسان او دافغانستان دهيوادونو په ګډون څلور اړخيزه غونډه بې ګټې بللې وه او ټينګار يې کړى و چې روسيه به له دغه شان بې ګټو غونډو کې ګډون ونکړي.
د وروستيو ورځو په بهير کې ددغه روسي ديپلومات څرګندونې افغانانو او دافغانستان ملاتړو هيوادونو ته ناڅاپي وي.
ده يوځل د داعش په باب د اطلاعاتو دراکړې ورکړې په اړوند له طالبانو سره داړيکو د ټينګښت په مقصد دروسيې دتمايل خبره کړې او داعش يې د روسيې او طالبانو ګډ دښمن بللى دى او دغه روسي مقام د طالبانو پرخلاف دبنديزونو دکمښت په خاطر د روسيې د ارادې خبره وکړه او اوس هم دافغانستان په باب څلور اړخيزه غونډه چې افغانستان يې هم غړى دى ، بې ګټې بولي او دسياسي هلوځلو دترسره کولو په لاره کې د روسيې دمستقلانه هلوځلو خبره کوي .
بايد وويل شي چې څه موده مخکې دافغانستان پخوانى جمهور رييس حامد کرزي دافغانستان دبحران دحل په اړوند د روسيې ،هند او ايران دمشارکت غوښتنه کړې وه .
دحامد کرزي ددغې بلنې هدف دافغانستان دقضيې په حل کې له نورو څلورو هيوادونو سره ددغو دريو هيوادونو يو ځاى کول و خو ښاغلى کابلوف د روسيې په مستقلانه هلوځلو ټينګار کوى.
افغان سياسى کارپوهان وايي چې دافغانستان بحران چلولو کې دسيمې ديو ځواکمن هيواد په توګه د روسيې ګډون کولاى شي يو ارزښتناک ګام وي . خو مستقلانه هلې ځلې نه شي کولاى کوم کار ترسره کړي ځکه افغانستان چې اصلى او رښتينې او زيانمونکى دى په څنډه کې پاتې کيږي.
دغه راز دپاکستان او امريکا په ګډون نور هيوادونه چې په افغانستان کې دخپلو ځانګړو ګټو دتامينولو په لټه کې دي هم د روسيې په طرحه او پروګرام کې ځاى نلري.
دشک پرته دغه دوه هيوادونه دخليج حوزې او ترکيې او يو شمير نورو لويديځ هيوادونو په ملاتړ به د روسيې پروګرامونه ګډوډ کړي .
دغه کارپوهان ټينګار کوي چې دافغانستان په قضيه کې ښکيل هيوادونه بايد دمستقلانه او سليقوي پروګرامونو له جوړولو څخه ډ ډه وکړي او دافغانستان د دولت او خلکو بلنې ته چې وايي هر رغنده او اغيزمن يون چې کولاى شي په افغانستان کې سوله راوړي دهغو هرکلى کوي او ورته لبيک وايي.
دغه هيوادونه بايد پوه شي چې افغانستان بايد دنورو هيوادونو د سياليو او پروګرامونو مرکز نه وى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته