نړۍ

دايران دحکومت له خوا دمليونونو ټنو حبوباتو پيرودنه

واشنګتن ورلدنيوز  دکب دمياشتې ١٢ :

دامريکا دمتحده ايالاتو دکرنې وزارت پرون اعلام وکړ چې ايران  له امريکا څخه يوسلو شل زره ټنه  غنم پيرودلي دي .

درويترز دخبري اژانس دخبرله مخې :  دايران له خوا دپيرودل شويو غنمو ارزښت څه ناڅه شپږڅلويښت مليونه ډالره دي چي دراتلوونکي دغبرګولۍ په مياشت کې  به وسپارل شي .

دغه پيرودنه  دايران پرخلاف  دلويديځو هيوادونو داقتصادي بنديزونو  له سختوالي سره جوخت ترسره کيږي اوپه تيرو کلونو کي ددواړو هيوادونو ترمنځ  له سترو تجارتي معاملو څخه شميرل کيږي .

په ٢٠٠٨ ميلادي کال کي په ايران کي سخته وچکالي سبب شوه  چي دزراعتي محصولاتو توليد نيمايي ته ټيټه شي او دايران حکومت اړ شو په سلګونو زره ټنه غنم او دوريجوپه گډون نور حبوبات  له امريکا او دنړۍ له نورو هيوادونو څخه وپيري .

ايران هلې ځلې کوي  چې له  هند اوپاکستان څخه هم زياته اندازه   وريجي وپيري  او څه ناڅه يو مليون ټنه غنم به له کاناډا ، المان  اوبرازيل څخه به  ايران ته صادر شي .

دامريکا دخزانه داري وزارت  خبرځاي درويترز خبري اژانس ته ويلي دي  چي ايران ته دخوراکي توکو صادرات مجاز پيژندل شوي دي چي امريکا ډاډ پيداکړي چي داړتيا وړ مواد دايران خلکو ته رسيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته