کابل باختر د زمري شپږمه :
دکونړ ولايت دکرنګل دره دپوځي عملياتوپه بهير کې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکه شوه .
دغه دره چې څو کلي لري په ماڼوګۍ ولسوالۍ کې موقعيت لري .
دهېواد په ختيځ کې دملي اردو يو قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو عملياتو کې دوى بريالي شول دکرنګل ستراتيژيکي دره د ډار اچوونکوله شتون څخه پاکه کړي .
دوى وويل په دغو عملياتو کې څلور تنه ډار اچوونکي وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي .
په دغو عملياتو کې د ډار اچوونکو دوه مرکزونه دړې وړې شوي دي .
ده وويل په دغو عملياتو کې سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى . ختم_ ج _ اکرم