سیاست

فضل هادي مسلميار دلوړو زده کړو وزارت کاري رپوټ واوريد .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
دمشرانو جرګې  رييس فضل هادي مسلميار  نن ديوې غونډې په ترڅ کې دلوړو زده کړووزارت کاري رپوټ واوريد .
  دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ، په دې غونډه کې دلوړوزده کړو وزير پوهاند ډاکتر عبيدالله عبيدپه دولتي  پوهنتونو او دخصوصي لوړو زده کړو په بنسټونوکې  دمحصلانو دجذب  دڅرنګوالي  په باب وويل: چې اوس نږدې  درې سوه  پنځوسو زرو تنو ځوانانو ته دلوړو زده کړو زمينه برابره شوې ده اوهم هلې ځلې شوي دي چې دلوړو زده کړو دسکتور دپرمختيا په مقصد دراتلوونکو پنځوکلونولپاره دنړيوال بانک دوه سوه پنځوس مليونه ډالره مرسته او دامريکا دمتحده ايالاتو دنړيوالې پرمختيا دادارې دوه نوي مليونه ډالره مرسته جلب کړي .
وروسته دمشرانو جرګې  رييس په ټول هيواد کې دپوهې دزده کړې دارزښت او دتعليمي او تحصيلي زمينو داندوليزې  پراختيادمبرميت په باب  رڼا واچوله او دپوهنې  او لوړوزده کړو په برخو کې يې ترلاسه شوې برياليتوبونه رضايت بخښوونکي وبلل، او دهغو په لازياتې ودې باندې يې ټينګار وکړ .
دغه راز  مسلميار  په داسې حال کې چې يوشمير سناتوران او دمشرانو  جرګې ددارالانشا لوى رييس هم حاضر و  دلوړو زده کړو دوزير او ددغه وزارت دځينو مسوولينو دخدمتونو په درناوي يې دمشرانوجرګې ستاين ليکونه هغوى ته ورکړل او دچارو په ترسره کولو کې يې  دهغوى دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته