کابل باختر د ليندى اتلسمه :
دملکي هوايي چلند درياست له پرمختيايي بودجې څخه څلور اتيا مليونه افغانۍ دروزګان دهوايي ډګر د اداري دفترونو دجوړولو او ترميمولو لپاره ځانګړي شوي دي .
دملکي هوايي چلند درياست اداري مسوول محمد شاه حبيبي روزګان ته په خپل سفر کې دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دترينکوټ هوايي ډګر له دريو کلونو راپديخوا دالوتنو پرمخ تړلى و . او د الوتکې لومړنۍ الوتنه پرون پيل شوه او له دې وروسته به الوتنې په عادي ډول دوام وکړي .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ