امنیت

په فراه ولايت کې دامنيتي ځواکونو دعملياتوپه بهيرکې طالبانو ته دروند زيان اوښتى دى .

کابل باختر د کب اوولسمه :
په فراه ولايت کې دامنيتي ځواکونودعملياتوله امله دوه ديرش تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلويښت تنه نور ټپيان شول .
دفراه ولايت امنيه قوماندان عبدالمعروف  فولاد دباختراژانس خبريال ته وويل دفراه ولايت دبالابلوک  ولسوالۍ دتودنک په کلي کې دامنيتي اودفاعي ځواکونو دګډو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې دوه ديرش تنه وسله وال طآلبان  ووژل شول، دوه څلويښت  تنه ټپيان او درې تنه نور دجګړې  په ډګر کې  نيول شوي دي اوله بلې خوا  يوسرتيرى شهيد او يوبل سرتيرى  ټپي شوى دى .
ده زياته کړه په دغوعملياتوکې ددښمن پنځه موټر اويوه زيکو يو  په بشپړه  توګه ويجاړه شوې ده .
دامنيتي ځواکونوچاڼيز عمليات تراوسه پورې په دغه ولايت کې دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته