نړۍ

د هند سرحدي ځواکونه پنځوس کلن شول

نوى ډيلى ايرنا/ باختر دلړم  دمياشتې  ١  :

د هند سرحدي ځواکونه  د دوه سوه پنځوسو زرو تنو په لرلو سره  د نړۍ  دسرحدي سترو ځواکونوپه توګه  پنځوس کلن شو.

دغه ځواکــونه  د هند، پاکستان او بنګله ديش  ترمنځ د  ٦٦٢٣ کيلومتره پولې  ساتنه کوي .

دايرنا خبري آژانس دهند دامنيتي  ځواکونو  د خبرتيا له  مخې وليکل  چې ددغه هيوادسرحدي ځواکونه په تيرو پنځوسو کلونو کې هندوستان ته دنهه زرو تنو غيرقانوني کسانو  د ننوتلو مخه نيولي  ، دوه زره تنه يې وژلي  او يو شمير نور يې نيولي دي.

د همدې خبر له مخې : زياتره  هغه کسان چې هند ته ننوتي دي دپاکستان له پولې څخه دکشميرپه ناحيه کې  وو.

ايرنا  د ټايمز آف انديا ورځپاڼې  له خولې زياته کړه :  د هند رسمي مقاماتو  داعلام له مخې ،  ددغه هېواد سرحدي ځواکونو   ١٥٥١  تنه  يې په سرحدي  جګړو کې له لاسه  ورکړي دي .

د هند دکورنيو چارو وزير راج نات سنګهه ددغه هېواد دسرحدي ځواکونو  دپنځوس کلنۍ په مناسبت پرون  وويل :  هند هلې ځلې کوي  چې دڅلورو تنو ښځو په ګډون  اوولس تنه هندي اتباع چې  ذهني ناروغي لري  او زياته  موده  کيږي چې

دپاکستان په  جيلونو کې  شپې سباکوي ،  آزاد کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته