ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت سرپرست : په لغمان کې ددرسي خونو دکمښت ستونزه لرې کوو

کابل /دليندې ١٩مه /باختر :
دپوهنې وزارت سرپرست وايي چې په لغمان کې دښوونځيو دودانيو په جوړولو سره ددرسي خونودکمښت ستونزه لرې کېږي .
داپه داسې حال کې ده چې په لغمان کې په سلو کې څه ناڅه پنځوس ښوونځي ودانۍ نه لري اويا ددرسي خونو دنشتوالي  له امله زده کوونکي په خيمو اويا په ازاده فضا کې زده کړه کوي .
دپوهنې وزارت سرپرست  ميرويس بلخي لغمان ته په خپل  سفرکې وويل چې ټاکل شوې ده دغه وزارت دښوونځيو په نويو تاسيساتو زياتې پيسې ولګوي چې ددرسي خونو دکمښت ستونزه لرې شي .
دلغمان والي اصف ننګ باختراژانس ته وويل چې دوى هم هلې ځلې کوي دحکومت او دنړيوالو مرستندويو بنسټونو په همکارۍ ښونځيو  ته دنوې ودانيو جوړولو ته زمينه برابره کړو .
ددرسي  مناسبې  فضا نشتوالي تل په هېواد کې دپوهنې دکيفي ودې په لاره کې يوه ستونزه ده .
ختم_ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته