ټولنه

په سمنګانو کې دپنځه زره جريبه ځمکې اوبه تامين شول .

کابل باختردوري درې ويشتمه :
په سمنګانو ولايت کې  دوه کرنيزې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې .
  دسمنګانو ولايت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس  انجنير محمد اصف  دولت شاهي  باختراژانس ته وويل   په دغو پروژو کې دکرنيزو اوبو  دکانال او سربند او دهغه  ددواړو غاړو ټينګښت شامل دي  چې په دولت اباد ولسوالۍ کې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .
  دغه پروژې داسيايي پرمختيايي بانک په مرسته  جوړې شوې دي چې  ددغو سيمو دپنځه زره جريبه  کرنيزې  ځمکې اوبه تامينوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته