قندهار باختر د چنګاښ ۲۷ مه
د قندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې د ۹،۹ میلیونو افغانیو په لګښت د دوو پروژو د رغولو چارې پیل شوې.
دغه پروژې د کرنې او مالدارۍ او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارتونو په مالي لګښت رغول کېږي چې په مټ به یې د سلګونو کسانو ستونزې حل شي.
د قندهار والي تورن جنرال زلمي وېسا د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې،په دغو پروژو کې استنادي دیوال او د یوه کانال جوړل شامل دي چې د اوو میاشتو په اوږدو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ