کابل باختر دثوردمياشتې ٢٣ :
د ننګرهارولايت د ګوشتې ولسوالۍ عالمانو، روحانينو او مشرانو نن د يوې غونډې په ترڅ کې د جګړې او د تروريستي فعاليتونو له امله خپله کرکه او نفرت څرګندکړ او د دولت له پروګرامونوسره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې د ګوشتې ولسوالۍ خلکو
د کلينيکونو، ژورو څاه ګانو او د ښوونځيو د جوړولوچې له لومړنيو اړتياوو څخه دي؛ د جوړولوغوښتنه وکړه.
دګوشتې ولسوالۍ يوه قومي مشر ملک محمد انور وويل چې دوى د دولت د پروګرامونو ملاتړ کوي؛ په اساسي قانون پابند دي او د کرل شويو کوکنارو د اړولو
په لاره کې هلې ځلې کوي .
دننګرهار والي عطاالله لودين ژمنه وکړه چې دامکان ترپولې پورې دبيا جوړولواو
د افغان امنيتي ځواکونوله خوا د امنيت د تامينولو په لاره کې دګوشتې ولسوالۍ
له خلکو سره همکاري کوي .