امنیت

بارک اوباما په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو نوى قوماندان معرفى کړ.

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ٩
دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما جنرال جان نيکلسون په افغانستان کې دامريکايي ځواکونو دنوى قوماندان په توګه معرفى کړى دى .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دامريکا دفاع وزارت ويلي دي چې ددغه هيواد جمهور رييس دافغانستان دجګړې يو سابقه لرونکى قوماندان جان نيکلسون به په افغانستان کې دامريکا او ناتو دځواکونو دعمومي قوماندان جنرال جان کمپل په ځاى وټاکى.
جنرال نيکلسون اوس دناتو دځمکنيو ځواکونو دقوماندان په توګه دنده ترسره کوي که چيرې د ده ټاکنه دامريکا دسنا دکانګرس له خوا تاييد شي هغه به په افغانستان کې دناتو او دامريکايي ځواکونو مشرى په غاړه واخلى.
په افغانستان کې دامريکايي او ناتو  دځواکونو دعمومي قوماندان جنرال جان کمپل ماموريت د روان ميلادي کال دمارچ دمياشتې په لومړى نيټه پاى ته رسيږي . جنرال کمپل اتلس مياشتې مخکې په افغانستان کې د ناتو او امريکايي ځواکونو دقوماندان په توګه وټاکل شو.
جنرال نيکلسون په داسې حال کې چې تراوسه پورې يې خپل ماموريت نه دى پيل کړى په افغانستان کې دحالاتو دخربوالي خبره کړې ده .
او ټينګار يې کړى دى چې افغان ځواکونه بايد ځواکمن شي چې وکولاي له موجودو شرايطو سره مبارزه وکړي.
ده دامريکا دپوځي خدمتونو داستماعيه غونډې برخه والو ته ويلي دي چې په افغانستان کې دزياتو ځواکونو دساتنې دتصميم ملاتړ کوي په داسې حال کې چې جنرال نيکسون تر راتلوونکو څو ورځو پورې په افغانستان کې په دنده پيل کوي  ده په خپله دغه ماموريت سخت ماموريت بللى دى .
په افغانستان کې پوځي کارپوهان وايي جنرال نيکلسون له زياتو چلنجونو سره مخامخ دى هغه بايد په لومړى ګام دامريکايي ځواکونو دپخوانيو قوماندانانو ژمنې عملى کړي . هغه بايد په لومړى ګام کې دافغانستان ځواکونو سمبالولوته پاملرنه وکړي او دسيمه ييزو چلنجونو په وړاندې ودريږي او پاکستان دې ته اړ کړي چې دافغانستان په وړاندې په شفاف ډول عمل وکړي ځکه افغانستان ته دتروريستانو دراستولو په دوام نه يواځې دافغانانو ژوند له خطر سره مخامخ کيږي بلکې په دغه هيواد کې دامريکايي عسکرو ژوند به هم خوندي نه وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته