جلال آباد/ باختر دزمري يو ديرشمه :
په ننګرهار ولايت کې د جګړو له امله له څه دپاسه٢٠٠کورنيو سره مرسته وشوه . په دې مرسته کې خوراکي توکي، جامې او د پخلنځي لوازم شته چې د افغاني سرې مياشتې د ټولنې له خوا د وروستيو جګړو له امله په ٢١٤ زيانمنو شويوکورينو وويشل شوه .
د افغاني سرې مياشتې د ټولنې يوه مسوول باختر اژانس ته وويل چې دغه کورنۍ د ننګرهار ولايت په اړوندو ولسواليوکې له خپلو کورونو څخه جلال آباد ښار ته مهاجرې شوې وې او بيړنيو مرستو ته يې اړتيا لرله .
ختم_ شکريه – اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ