کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ نيټه :
يو حرفوي قاتل په ننګرهار ولايت کې ونيول شو .
ذبيح الله غوښتل د شپږ سوه زرو افغانيو په بدل کې يوتن ترور کړي خو له دغه اقدام څخه مخکې د ننګرهار ولايت د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شو.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې ؛ ذبيح الله
له خپلو ملګرو سره ديو تن دترور نيت درلود.
ده وويل ؛ دغه حرفوي قاتل د ننګرهار ولايت د يو تن اوسيدونکي د ترور په خاطر له يو کس څخه شپږ سوه زره افغانۍ ترلاسه کړې وې خو د قتل له اقدام څخه مخکې ونيول شو.
نيول شوي سړي د پيسو په بدل کې د څو تنو په ترور او وژلو اعتراف کړى دى.
پاى ج ذ