کابل /دليندى ٢٧مه / باختر :
په يکاولنګ کې دښځو دلاسي صنايعو دپلورلو دبازار کار بشپړ او پرون پرانستل شو .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې، دغه بازارګى ٣٢ دوکانونه لري چې په دغې ولسوالۍ کې ديکاولنګ دښاروالۍ له عوايدو د درې ميليونو اته سوه زرو افغانيو په لګښت جوړ شوى دى .
ددغه بازارګۍ په پرانستلو کې ديکاولنګ ولسوال محمد عظيم فريد ،د باميانو ښاروال محمد امان امان ، دولايتي شورا غړې طيبې خاورې او ددغې ولسوالۍ يوشمېر اوسيدونکو برخه لرله .
دباميانو والي محمد طاهر زهير ، ددغې ولسوالۍ په پرمختيا اوپراختيا کې دخلکو رول او ملاتړ بيان کړ او دحکومت له پروګرامونوڅخه دخلکو دملاتړ غوښتونکي شو .
ختم_ شکريه _اکرم