کابل باختر د مرغومې شلمه :
د برېښنا شرکت مسوولانو د هېواد د ولايتونولپاره د ديارلس سوه اته نوي کال د برېښنا رسولو د نظر غوښتنې ملي پروګرام بيان کړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د برېښنا شرکت په دې وروستيو کې د هېواد د ولايتونو لپاره د برېښنا په تامينولو کې د ملي وحدت د حکومت د ژمنې د عملي کولو په موخه د نظر غوښتنې يوه غونډه جوړه کړه او په دې غونډه کې د برېښنا شرکت د مشرتابه هيئت د هېواد په څلور دېرشو ولايتونوکې په ديارلس سوه اته نوي کال کې د برېښنا رسولو پروګرامونه د هېواد د ولاتيونو واليانو او مرستيالانو ته بيان کړل .
دغه راز د نظر غوښتنې په دې ملي پروګرام کې په افغانستان کې د برېښنا د عمومي حالت او په ښه توګه د دغو پروګرامونو د عملي کولو په برخه کې د ولايتونو مسوولينو خپلې نظريې او وړانديزونه طرحه کړل .
د نظر غوښتنې د دغه ملي پروګرام په پاى کې د برېښنا شرکت په برېښنا رسولو کې د اسانتياو د برابرولو په موخه له يوشمېر نورو شرکتونو سره څو تفاهم ليکونه او قراردادونه هم لاسليک کړل .
د هوشمند ميترونو د ځاى پرځاى کولو په برخه کې دغه تفاهم ليکونه د مريخ له خدماتي شرکت او د کابل الف تاي له لوژستيکي او سوداګريز شرکت سره او دغه راز د برېښنا د بلونو د ورکړې په خاطر د پښتني تجارتي بانک سره د خدمتونو قرارداد او د اتصالاتو د حوالې له ام ٨٨ شرکت سره نوى قرارداد او څو نور قراردادونه لاسليک شول .
ختم_ عطاالله _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل