ټولنه

د کونړ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوې سره ورکول کېږي

اسعد اباد باختر د لړم ۷ مه
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې به ۳۶۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کېمیاوې سره ورکول شي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر انعام الله ساپي د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په دې مرسته کې به هر یو دهقان ته ۱۰۰ کیلو ګرامه کېمیاوې سره او ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوی تخم ورکول شي .
سرچینه زیاتوي چې وېشل شوي تخمونه به په ۷۲۰۰ جریبه ځمکه کې وکرل شي چې دې سره به په راتلوونکي کال کې د غنمو حاصلات په سلوکې ۲۰ زیات شي .
بزګران هم د دغو تخمونو په ویش خوښ دي او هیله کوي چې که چیرې کال آباد وي او وچکالي نه وي، نو ورکړل شوي تخمونه به ښه حاصل ورکړي او دوی به له ډیرو ستونزو وژغورل شي .
یو تن بزګر حاجي محمد غوث وایي: په تېرو کلونوکې د غنمو اصلاح شوي تخمونه له کرنې وروسته ورکول کېدل، خو سږکال په خپل وخت د غنمو د  اصلاح شوي تخمونو وېش به په حاصلاتوکې د پام وړ زیاتوالی راولي .
په کونړکې په داسې حال کې بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه او سره ورکول کېږی چې تېرکال د اوبو د نشتوالي له امله په للموکې کرل شوي ټول غنم وسوځیدل او بزګران يې له ستونزو سره مخ کړل .
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته