امنیت

يو ماين ښخوونکى ونيول شو او يو تنکى ځوان له ځانمرګى بريد مخکې تسليم شو

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو پرون يو ماين ښخوونکى په ننګرهار ولايت کې ونيوه.
د ملي امنيت د لوى رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: نيول شوى چې په ننګرهار ولايت کې د طالبانو قوماندان او په برهان مشهور دى؛ جلال الدين نوميږي. دى د مقناطيسي ماينونو په جوړولو او لګولوکې مهارت لري او د تيلو په ټانکرونوکې د ماين د ځاى پرځاى کولو په وخت  کې د ملي امنيت د لوى رياست د موظفينو له خوا ونيول شو.
دغه راز د ملي امنيت د لوى رياست موظفينو د ننګرهار ولايت د خوږياڼيو د ولسوالۍ اوسيدونکى سبحان الله چې د تروريستي ډلو له خوا ځانمرګى بريد ته چمتو شوى و؛ هدف ته له رسيدو مخکې ونيوه.
ديوبل خبرله مخې: يو شپاړلس کلن تنکى ځوان چې امان الله نوميږي او د ننګرهار ولايت د شيرزادو د ولسوالۍ اوسيدونکى دى او د جعفري په نامه د طالبانو د قوماندان له خوا د دغې ولسوالۍ د ملي امنيت په مديريت ځانمرګى بريد ته چمتو شوى و؛ د بريد له ترسره کولو مخکې ځان د دغې ولسوالۍ امنيتي ځواکونوته تسليم کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته