امنیت

دغور دپوليسو يومسوول شهيد شو .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې  مدير نور الدين  شريفي پرون په دغه ولايت کې  شهيد کړى شو .
دغور دوالي وياند عبدالحي خطيبي  دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغور ولايت دامنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره دمبارزې په مدير  نور الدين شريفي په فيروزکوه ښار کې دشهيد احمد شاه مسعود جامع جومات ته څيرمه ددوو تنو موټرسايکل  سپرو له خوا بريد وشو اوشهيد کړى شو .
  ده وويل چې په دې بريد کې دنور الدين شريفي يوساتونکې ټپي شوى دى .
  ختم_ شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته