НовостиЭкономическийСоциальное

د تخار په ینګې کلا ولسوالۍ کې د پنج سیند غاړو د تحکیماتو پروژو چارې پيل شوې

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د تخار ولایت د ینګې کلا ولسوالۍ په یتیم تپه کلي کې د پنج سیند غاړو د تحکیماتو پروژو چارې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده او یو شمېر نورو چارواکو په شتون کې پرانیستل شوې.

د نوموړو پروژو په پرانیست غونډه کې د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده وویل، چې  د اوبو او انرژۍ وزارت په پلان کې لري، چې د تحکیماتي پروژو دغه لړۍ د ۱۱.۵ کیلومترو په اوږدوالي سره تر درقد ولسوالۍ پورې ورسوي.

همدارنګه، په دغو مراسمو کې د ینګې کلا، خواجه بها‌ءالدین او درقد ولسوالیو استازو د نوموړو پروژو د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او د پروژو د پلي کولو په برخه کې یې د همکاري ډاډ ورکړ.

د نوموړو پروژو په پلي کېدو سره به زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې، بڼونه او د استوګنې کورونه د سېلابونو له ویجاړیو څخه خوندي شي.

هېره دې نه وي چې د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال د اوبو او انرژي وزارت د اوبو معین مجیب الرحمن عمر آخندزاده سربېره، د تخار والي مولوي عبیدالله امین زاده، د پنج آمو سیندیزې حوزې عمومي رئیس مولوي عبدالحکیم حاجي حکمت، د آمو سیند غاړو د تحکیماتو رئیس مولوي سید غلام مشواڼي او د اوبو او انرژۍ وزارت یو شمیر رئیسانو، سیمه ییزو مسئولینو، د قراردادي شرکتونو او د ینګې قلعه او خواجه بها‌ءالدین ولسوالیو استازو ګډون کړی و.

Показать больше

Статьи по теме

Кнопка "Вернуться к началу"