کابل / د چنګاښ ۳مه / باختر
مخابراتي شبکو د غزني ولايت په شپږو ولسواليو کې خپل فعاليت بند کړی دی.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبر له مخې؛ د غزني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رييس مير حسين طنين وايي چې له څو ورځو راپدېخوا د غزني په يوشمېر ولسواليو کې مخابراتي شبکو خپل فعاليت بند کړی دی او د دغو ولسواليو خلک اوس له مخابراتي ستونزو سره مخ دي.
طنين وويل: د غزني په ټولو ولسواليو کې مخابراتي ستونزې شته او د حل لپاره یې هلې ځلې دوام لري.
اوس په ناوې، اجرستان، مقر، قره باغ، ګيلان او آب بند ولسواليو کې مخابراتي خدمتونه بند شوي دي.
په همدې حال کې د غزني خلک له مخابراتي خدمتونو څخه راضي نه دي او د مخابراتو رياست له مسوولينو څخه غواړي چې د مخابراتي شبکو فعاليت په دقيق ډول وڅاري.
ختم ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته