چينايي مامورينو پرون په وينزويلا کې د نفتي صنايعو دپراختيا په مقصد دغه هيواد ته دشپږو ملياردو ډالرو پور د ورکولو تړون لاسليک کړ .
دغه تړون دوينزويلا په پايتخت کاراکاس ښار کې لاس ليک شو او دغه پور به چين ته دتيلو دصادرولو په چوکات کې بيرته ورکړي شي .
ددغه تړون له لاسليک کولو وروسته دوينزويلا جمهور رييس هوګوچاويز دخپل هيواد دپرمختيا لپاره ديوې زميني په توګه له چېن سره داړيکو دفاع وکړه .
دچين دسينهوا خبري سايت له خولي دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې، چين په وروستيو کلونوکې وينزويلا ته په ستر پورورکوونکي بدل شوى دى او پخوا يې هم کاراکاس ته د ٣٢ ملياردو ډالرو پور دورکولو ژمنه کړې ده .