کابل، د غبرګولي ۷ مه، باختر
د قندهار د ښاروالۍ ریاست چارواکي وايي چې هڅې یې پیل کړي چې بهرني مالي ملاتړ کوونکي راجلب کړي او په دغه ولایت کې د رغنیزو پروژو چارې پيل کړي.
د قندهار د ښاروالۍ مطبوعاتي مسوول زمري څرګند د باختر آژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې سږ کال یې د قندهار ښار لپاره ۷۲۹ میلیونه افغانۍ بودجه چمتو کړې ده.
زمری څرګند زیاتوي: “له بهرنيو مالي ملاتړکوونکو سره بوخت دي، چې په قندهار کې لا زیات پرمختیایي کارونه وکړي”.
د ده په خبره؛ ” له یو شمېر مالي ملاتړکوونکو سره خبرې شوي چې د فرقې عمومي جاده مستقیم تر ډنډ چوک پورې جوړه کړي او د بای پاس پاتې خراب سړک به هم ورغوي”.
ښاغلي څرګند زیاته کړه چې تازه يې د بهرنیو موسسو په مرسته ۷۵۰۰ کسان په کار ګومارلي دي او لا هم کوښښ کوي چې نورو کسانو ته هم د کار زمینه برابره کړي.
هغه د قندهار له اوسېدونکو غواړي چې خپله مالیه په خپل وخت تحویل کړي او له ښاروالۍ سره د ښار په پاک ساتلو کې مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د زیات شمېر ادارو عواید ډېر شوي چې لاملونه یې شفافیت او د اداري فساد مخنیوی ښودل شوي دي.
ن/ر