خبرونهامنیت

په کابل کې دولس تنه د جنايي جرمونو په تور ونیول شول

 کابل، د ثور ۲۸ مه، باختر

د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي چې د پنځلسمې او څلورمې حوزو په مربوطاتو کې د درېیو ښځو په ګډون دولس تنه د غلا او نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تور نیول شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي چې د څلورمې حوزې د تایمني اتم سړک سیمه کې امنیتي ځواکونو بېګاه ۱۲ بجې د الکولي مشروباتو یوه فابریکه کشف کړې چې لسګونه بوتله الکولي مشروبات هم ترې ترلاسه شوي دي. ځدراڼ زیاتوي چې د یادې قضیې په تړاو د درېیو ښځو په ګډون اته تنه نیول شوي دي.

په ورته وخت کې د کابل د پنځلسمې حوزې په مربوطاتو کې څلور تنه د موټرو د غلا په تور نیول شوي دي. ځدراڼ وايي چې له نیول شویو کسانو څخه دوه غلا کړل شوي موټر هم ترلاسه شوي او خپلو څښتنانانو ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د کابل د یوولسمې حوزې په مربوطاتو کې څلور تنه د یو ټوډي ډوله موټر د غلا په تور نیول شوي وو.

ن/ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا