ټولنه

په پلخمري کې ترافيکي پيښې زياتې شوي دي

کابل باختردمرغومي دمياشتې٢٦نيټه :   
په بغلان  ولايت کې  د روان کال په نهو مياشتو کې ١٦٢ ترافيکي  پيښې رامنځته شوي دي.
د بغلان ولايت  د ترافيکو د ادارې لوى مدير سمونيار محمدنبي نبي زاده  باخترآژانس  ته وويل چې، په دغه ولايت کې د زياتو ترافيکي پيښو درامنځته کيدو اصلي علت  د بې لمبر پليټه واسطو  زياتوالى،د لويې لارې او د واټونو د سور کمښت، د ترافيکي څراغونو ، مقرراتو  او په قوانينو د چلوونکو نه بلدتيا دى.
د بغلان د ترافيکو مدير د ترافيکي پيښو د مخنيوي  يوازنۍ لاره  د واټونو پراخول او د چلوونکو د سندونو څيړنه وبلله .
ده  د هټيووالو له خوا د ښار د پليو لارو بندول  اوپه واټونو  اوپليو لارو کې د زياترو ګرځنده پلورونکو شتون د پلخمري ښار د ترافيکو په وړاندې نورې ستونزې وبللې.
ده زياته کړه دغې ادارې په روان کال کې  د سرغړونکو موټر چلوونکو دجريمي  اودلاينس دويشلو له پلوه پنځه ميليونه اووه سوه درې اوويا زره افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي.                پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته