
کابل، د غبرګولي ۵ مه، باختر
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ د (ROP) یا د سولې بنسټ مؤسسې د دغه ولایت په ۴ ولسوالیو کې په ۴۵۰ جریبه ځمکو کې د انارو، انګورو، بادامو، الوچو، انځرو، زردالو او شفتالو بڼونه جوړ کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې سږ کال دغو بڼونو حاصلات ورکړي چې د شفتالو حاصلات یې تر ټولو ښه او زیات دي.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په هلمند کې د شفتالو حاصلات زیات شوي او په کیفي او کمي لحاظ یې مېوه ښه ارزول شوې ده.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، هڅې کوي چې په دغه ولایت کې بزګرو ته د مېوو بڼونو جوړول لا زیات کړي.
په ورته وخت کې د سولې بنسټ موسسې مسوولین وايي چې سږ کال یې هم په دغه ولایت کې پر ۳۵۰ جریبه ځمکو کې د بېلابېلو مېوو بڼونه جوړ کړي چې راتلونکی کال به حاصلات ورکړي. سعیده