ټولنه

په ننګرهار پوهنتون کې د بیارغونې چارې پيل شوې

کابل / د زمري ۱۸مه / باختر
د څه دپاسه اوو میلیونو افغانیو په لګښت د ننګرهار پوهنتون په شپږو پوهنځیو کې د بیارغونې چارې پیل شوې.
ځايي مسوولین وايي چې د ننګرهار په طب، ښوونې او روزنې، شرعیاتو، ژبو او ادبیاتو، وترنرۍ او انجینرۍ پوهنځیو کې د بیارغونې چارې پیل شوې چې په څلور میاشتو کې به بشپړې شي.
د ننګرهار پوهنتون رییس پوهاند ډاکټر خلیل احمد بهسودوال وايي چې د یادې پروژې په تطبیق سره به په اوو پوهنځیو او اداري څانګو کې شته ستونزې له منځه لاړې شي.
وصال

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا