کابل ، د غبرګولی ۷ مه ، باختر
لغمان کې له مودو وروسته په لومړي ځل د معلولینو د کرکټ لوبډله جوړه شوه.
د لغمان د کرکټ ادارې مسؤل جمیل ستانکزي باختر اژانس ته وویل ، چي افغانستان کرکټ بورډ په پام کې لري چي د تېر په څېر د زونونو په کچه د معلولینو ترمنځ د کرکټ سیالۍ په لاره واچوي، نو په همدې موخه په لغمان کې د معلولینو کرکټ لوبډله جوړه شوه.
ستانکزي وویل د لغمان لوبډله به په راتلوونکي کې د سپین غر زون په کچه له خپلو سیالانو سره لوبې وکړي او هغه لوبغاړي چې په دې لوبو کې ښه وړتیا ښيي د زون په کچه به یې لوبډله کې شامل کړي.
نوموړي زیاته کړه چې دوی له ۲۹ تنو معلولیت لرونکو لوبغاړو څخه د قرغیو کرکټ اکاډمۍ کې ازموینه واخیسته چې یوه مناسبه لوبډله ترتیب او جوړه شوه.
صدیقي