امنیت

په خوست کې د اسلامي امارت ۲۰۰ سرتېرو نظامي زده کړې بشپړې کړې

کابل / د لړم ۱۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت ۲۰۰ سرتېرو د خوست له پوځي روزنیز مرکز څخه فراغت لیکونه ترلاسه کړل. مسوولین وايي چې د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې یوه داسې اردو رامنځته کړي چې له هر ډول تبعیض پرته د هېوادوالو د امنیت او خاورې د دفاع وړتیا ولري. په ورته وخت کې د خوست لوا لپاره ټاکل شوی قومندان حافظ عبدالرشید هم معرفي شو او پر دنده یې پیل وکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د خوست والي مولوي محمد نبي عمري د سرتېرو په فراغت غونډه کې وویل: د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې داسې اردو رامنځته کړي چې له هر ډول تبعیض پرته د هېوادوالو د امنیت او خاورې د دفاع وړتیا ولري.
والي ټولو امنیتي منسوبینو ته سپارښتنه وکړه چې خلکو سره له پوره حوصلې کار واخلي او دوی سره نرم چلند وکړي.
په همدې حال کې امنیه قوماندان مولوي محبوب شاه قانت وویل چې د اسلامي امارت مجاهدین په پوره ژمنتیا سره له خپلې خاورې او ولس څخه ساتنه کوي.
قوماندان حافظ عبدالرشید عمري د خوست ولسونو ته ډاډ ورکړ چې شپه او ورځ به د خپلې خاورې، دین او ولس ساتنې په برخه کې هڅې کوي او په دې برخه کې هر ډول قربانۍ ته چمتو دی.
ن/ر

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا