کابل /دمرغومي ۱۶مه /باختر
د مجاهدینو د لیکو د تصفیې کمیسیون د بدخشان د والي د مرستیال په مشرۍ او د اړوندو ادارو استازوو په ګډون پرون په دغه ولایت کې په کار پیل وکړ.
د باخترآژانس د خبریال د خبرله مخې، د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وویل چې هغه کسان جرمي سابقه لري او په جمهوري نظام کې یې د اربکي په نامه خلک زورولي او یا له هغوی څخه یې پیسې اخیستې وي او یا هم په نورو جرمونو تورن وي د عدلي او قضايي بنسټونو تر تعقیب لاندې وي د مجاهدینو له لیکو اېستل کېږي
هغه وویل چې د بدخشان ولایت د استخباراتو ریاست، د امنیې قوماندانۍ او د دویمې پلې لوا د جزوتامونو ځواکونه به د دغه کمیسیون له خوا وڅېړل شي.
او امنیه قوماندانۍ به د صفوفو د تصفیې له بهیر څخه څارنه وکړي.
ج-ا
5 خواندن این مطلب 1 دقیقه زمان میبرد