ټولنه

په افغانستان کې سېلاونو او واورې ښوئيدنې۱۱ کسان ووژل

کابل/ د مرغومي ١٥ مه / باختر:
په افغانستان کې د سېلاونو او واورې ښوئيدنې له امله ۱۱ تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۲۳ تنه نور ټپیان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په څه ناڅه 95 سلنه سيمو کې درنه واوره شوی چې په ځینو مواردو کې د سېلاونو د راوتلو سبب شوي دي.
دهلمند، نیمروز، فراه، ننګرهار، بدخشان، جوزجان، تخار، قندهار او کابل ولایتونه د سختو واورو او سېلاونو د راوتلو شاهدان دي.
د بېړنیو حالاتو وزارت چارواکي وايي، په تېرو درېیو ورځو کې د واورو او سېلاونو د راوتلو له امله ۱۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۲۳ نور ټپیان شوي دي.
هغه زياته کړه، د دوى کارکوونکی د نورو بنسټونو اوعامو خلکو په مرسته وتوانېدل چې په واورو او سېلاونو کې بند پاتې لسګونه کسان وژغوري او خوندي ځاى ته يې ولېږدوي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په ټول افغانستان کې یې خپلو ادارو ته د چمتووالي امر کړی دی.
دغه وزارت د فواید عامې وزارت او مرستندویه بنسټونو په همکارۍ ولایتونو ته له سېلاونو او واورو څخه د ژوند ژغورلو ترڅنګ له زیانمنو شویو سره د مرستې لپاره وسایل او خوراکي توکي استولي دي.
له بلې خوا په افغانستان کې د طبیعي پېښو زیانمن شوي کسان له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو څخه غواړي چې ژر تر ژره ورته موقتي سرپناه، خوراکي توکي، درمل او اوبه برابرې کړي.
خو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت په ګډون یو شمیر دولتي مرستندویه ادارې وايي، له سېلاو ځپلو سره يې د مرستېو لپاره چمتووالی نیولى دی.
| ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا