غور کې د دوو قومونو ترمنځ له ۱۳ کلنې دښمنۍ وروسته روغه وشوه

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر
د غور ولایت سیمه ییز مسوولینو د دوو قومونو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمني د ځايي چارواکو، علماوو، قومي مشرانو او امنیتي مسوولینو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د غور د والي ویاند شیخ عبدالواحد حماس باختر اطلاعاتي اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت د والي مولوي حیاتالله مبارک، موظف کمېټې او نورو مسوولینو د هڅو په پایله کې د دولینه ولسوالۍ د دوو قومونو ترمنځ د څو کلونو دښمني، چې په ترڅ کې یې دوه کسان مړه شوي وو، پای ته ورسېده.
ځايي مسوولینو له ښکېلو قومونو څخه وغوښتل، چې خپل یووالي، ورورګلوي او د یو بل منل وساتي او په سوله ییزه فضا کې د ورورولۍ تر چتر لاندې ژوند ته دوام ورکړي.