امنیت

طالبانون يو ځوان د ملي بيرغ د لېږدونې په خاطر په ډزو سره شهيد کړ

کابل / دورې٨مه / باختر
طالبانو پرون د سياه ګرد ولسوالۍ د درازګرد په کلي کې يو ځوان هلک چې د مدرسې زده کوونکى و او د پګړۍ تړلو په خاطر يې دهېواد ملي بيرغ لېږداوه ، په ډزو سره شهيد کړ.
د پروان د پوليسو وياند سليم نوري باختراژانس ته وويل: وسله والو طالبانو دغه ځوان چې د قران عظيم الشان حافظ و له خپلو ملګرو سره د پګړۍ د تړلو په خاطر مدرسې ته روان و په ډزو سره شهيد کړ.
هغه وويل؛ يرغلګرله ساحې څخه وتښتېدل او پوليس د هغو د موندلو لپاره هلې ځلې کوي.
پاى \ ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا