کابل باخترد جدي دمياشتې ٢٤:
دپکتيا ولايت دمرکز او ولسواليو يوشمر ښوونکو ته دمسلکي مهارتونو دلوړولو کورس نن جوړشو.
دپکتيا ولايت دپوهنې رياست مرستيال عبدالناصر حکمت دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دې کورس کې ددغه ولايت دمرکز او وزي ځدران ، جاني خيلو ، ګردي څيړۍ ، زرملي اوشواک دولسواليو يوشمير ښوونکو گډون کړي دي.
ده وويل دغه کورس به ٢٦ ورځې دوام وکړي او شپږسوه نوى تنه ښوونکي پکې شامل دي .