امنیت

سل کيلو ګرامه نشه يي توکي دپوليسو لاس ته ورغلي دي

دنيمروز ولايت پوليسو دزرنج ښار  په يوکور کې څه دپاسه سل کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړل . 

  دنيمروز ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال  عبدالجبار پردلى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، په ترلاسه  شويو  توکوکې سل کيلوګرامه اپين  او يو کيلوګرامه کرستال شته چې درزنج  ښار دمکري په سيمه کې له يوکور څخه ترلاسه شوي دي .

 ده زياته کړه له دغو توکو سره دوه کرولا موټرونه او دوه کلاشينکوفونه  هم ترلاسه شوي دي .

  تيره اوونۍ هم دنيمروز ولايت پوليسو پنځه پنځوس کيلو ګرامه کرستال په زرنج  ښار کې ترلاسه کړى و .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا