سیاستخبرونهاقتصادTOP

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست: هڅه کوو، چې افغانستان د خوړو برابرولو په برخه کې پر ځان بسیا شي

کابل، د زمري ۱۰مه، باختر 

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست مولوي عطاء الله عمري د کابل په ګل باغ سمیه کې د افغان معیار فارمونو څخه د لیدنې پرمهال په هېواد کې د چرګانو روزنې سکټور پر ملاتړ او ودې ورکولو ټینګار کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړي د یوه فرعي سړک د پرانیستې په ترڅ کې چې افغان معیار فارمونه د عام سړک سره نښلوي، د هېواد د غذایي خوندیتوب د تامین په اړه د یاد وزارت د هڅو په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي: (موږ غواړو، چې افغانستان غذایي خپلواکۍ ته ورسوو، او په دې برخه کې زموږ هڅې روانې دي. موږ له خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د چرګانو روزنې سکتور سره، له دوو کلونو راهیسې څنګ په څنګ کار کوو او هغه کارونه، چې د هېواد د چرګانو پالنې سکتور د بریا لامل شي، ترسره کوو).

سرچینې زیاته کړې، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست همدارنګه د چرګانو روزنې سکتور په ځان بسیاینې لپاره د نورو هڅو یادونه وکړه او د فارمدارانو د هر اړخیز ملاتړ باندې یې ټینګار وکړ.  

د یادونې وړ ده، چې د افغان معیار چرګانو روزنې فارم په ورځ کې دوه سوه زره د هګیو تولید لري او لسګونو کسانو ته په کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته