ټولنه

د پکتیکا والي: د ناوړه کړنو مخنیوی زموږ کاري لومړیتوب دی

کابل / د وږي ۶ مه / باختر
د پکتیکا والي محمد عیسی یاسین وايي چې د فساد، غلا او نورو ناوړه کړنو مخنیوی زموږ کاري لومړیتوب دی.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ دغه څرګندونې د پکتیکا والي د ارګون له ولسونو سره په کتنه کې وکړې.
والي زیاته کړه چې کړې ژمنې به عملي کوي او اسلامي امارت به خپل ټول فعالیتونه د ولس له غوښتنو او مشورو سره سم مخ ته وړي.
په همدې حال کې د ارګون ولسونو وویل چې له اسلامي امارت سره بشپړې همکارې ته چمتو دي او له دوی سره به په ټولو برخو کې همکاري وکړي؛ خو اسلامي امارت دې خپلې کړې ژمنې په عمل بدلې کړې، له ولسونو سره دې خپل چلند لا ښه کړي او د نجونو د زده کړو بهیر ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا