سیاستخبرونهاقتصادTOPټولنه

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست د (یو ان اف پي اې) موسسې له مرستیال سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۱مه، باختر

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټرعبدالباري عمر د (یو ان اف پی اې) مؤسسې له مرستیال مارک هاچینسن سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

مارک هاچینسن په دغه کتنه کې د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې د دوی د درملو د وارداتو پروسه کې ګړندیتوب رامنځته کړي.

په ورته وخت کې ډاکټر عبدالباري عمر وویل هر مؤسسه، چې افغانستان ته درمل واردوي باید په لومړي قدم کې د افغانستان درملیزو تولیداتو ته اولیت ورکړې او د داخلي تولیداتو څخه دې ګټه پورته کړي ځکه د افغانستان د درملو تولیدات لوړ کیفیت لرونکي دي او هغه درمل، چې په افغانستان کې نه تولیديږي مؤسسات اړ دي، ترڅو د بهر له هغو کمپنیو څخه یې واردات ترسره کړي، چې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره کې ثبت وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته