دوسله والو طالبانو يو قوماندان ملا ظاهر له خپل يو ساتونکي سره په زابل ولايت کې ونيول شو .
په زابل ولايت کې افغان امنيتي ځواکونه وايي چې دطالبانو دغه قوماندان پرون د سيوري ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو پټنځاى کې دعملياتو په بهير کې ونيول شو .
دزابل دپوليسو ويندوى دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې دملاظاهر له پټنځاى څخه يوه اندازه جنګي وسايل اوچاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي .
ملا ظاهر په زابل کې دخونړيو عملياتو داصلي طراح په توګه بلل کيږي .